کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان د دفتر د رییس له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې په سیمهییزو بازارونو کې د افغانستان د ادغام په اړه خبرې کړې دي.
د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) د دفتر د رییس له ځانګړي استازي ترهي هکالا سره لیدلي او په سیمهییزو بازارونو کې یې د افغانستان د ادغام په اړه خبرې اترې کړې دي.
سرچینې زیاته کړه چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات، د هېواد د اقتصادي بیارغونې او په سیمهییزو سوداګریزو نوښتونو کې د ګډون پر دوام ټینګار یې وکړ او د افغانستان د مسایلو په تړاو د عملي همکارۍ او ګډو هڅو پر پیاوړي کولو یې هوکړه وکړه.
سرچینې د اروپا د امنیت او همککارۍ سازمان د ځانګړي استازي له قوله لیکلي چې هغه د افغانستان د مسایلو کې د یو منسجم سیمهییز دریځ د پراختیا په برخه کې د اوزبیکستان د هڅو ستاینه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP