Language

اوزبېکستان او متحده عربي اماراتو له زلزله‌ځپلو سره څه باندې۳۰۰ ټنه مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اوزبېکستان او متحده عربي اماراتو د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې له زلزله‌ځپلو سره څه باندې ۳۰۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.

یاده زلزله د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې وشوه چې ډېره مرګ‌ژوبله او زیان یې په کونړ کې واړول. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي وو چې په کونړ کې د شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د اوزبېکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې هېواد یې ۲۶۵ ټنه مرسته په حیرتان بندر کې افغان لوري ته سپارلې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې – چې خوراکي توکي او درمل په‌کې شامل دي – د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو لپاره ځانګړې شوې دي او ټول ۱۴ لارۍ توکي دي.

دغه راز، د متحده عربي اماراتو دولتي خبري اژانس وام راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په سپارښتنه د ګډو عملیاتو قوماندانۍ افغانستان ته د مرستو لېږد ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې له ۴۰ ټنه خوراکي او استوګنیز توکو بار یوه الوتکه افغانستان ته لېږل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د دې ترڅنګ د يوې بېړنۍ مرستندويې کښتۍ لېږلو امر هم شوی چې په‌کې خوراکي توکي، درمل او نور وسايل بار دي، څو د افغانستان له ولس سره مرسته وکړي او د زلزله‌ځپلو کړاو راکم کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.