Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د لسو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د قوت‌الرمي سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): د هېواد د لسو ولايتونو د څه باندې ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت‌الرمي «د سرو زرو کمربند» څلورم پړاو سراسري سيالۍ نن په کابل کې پیل شوې.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې کمېټې اړوند د قوت‌الرمي ملي فدراسيون له لوري د هېواد د ۱۰ ولايتونو د څه باندې ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت‌الرمي د سروزرو کمربند څلورم پړاو سراسري سيالۍ پیل شوې.

سرچینه زیاتوي چې دغه سیالۍ د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيم کې نن پيل شوې.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست وایي چې په دې سياليو کې به ورزشکاران په درېیو سني کټګوريو (تنکي ځوانان، ځوانان او لويان) کې د يو بل پر وړاندې په تک فايټ ډول سيالۍ ترسره کړي چې په پای کې به يې غوره څېرې د قوت‌الرمي راتلونکو سياليو ته وروپېژندل شي.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د المپیکي چارو رییس دادمحمد پاینده اختري د دې سیالیو په پیل کې وویل چې د ورزش اوسنۍ اداره د تېر په پرتله په ټولو برخو کې د مرکز او ولایتونو په کچه ښه امکانات لري او د ورزشکارانو په خدمت کې دي.

هغه زیاته کړه چې د ورزش اداره هڅه کوي ورزشکارانو ته لا ډېر امکانات برابر کړي.

د قوت‌الرمي فدراسيون رییس علي‌شاه محمدي وایي‌ چې دا سیالۍ به درې ورځې دوام ولري، د غوره ورزشکارانو پېژندنه د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې، یووالی او انسجام  د دغه سیالیو هدف دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.