کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): رویټرز د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله خبر ورکړی چې ځیني اروپایي مشران به روانه اونۍ په انفرادي ډول واشنګټن ته سفر وکړي څو د اوکراین جګړې په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پرون (یکشنبه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې څو اروپايي مشران به د روانې اونۍ په دو شنبه یا سه شنبه په انفرادي ډول واشنګټن ته راشي.
هغه د یادو مشرانو له نوم اخیستو پرته ویلي چې د هغوی د سفر موخه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې وضعیت په اړه بحث او مذاکره کول دي.
په راپور کې راغلي چې ټرمپ د روسیې او اوکراین جګړې د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو کيایف کې د دولت پر ودانۍ د روسیې وروستی برید د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم خبرې اترې وکړي.
ورته مهال، ټرمپ هیلهمندي ښودلې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP