Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ترافیکي پېښې؛ یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د واغظ او اب‌بند ولسوالیو مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې لومړۍ پېښه تېره شپه دوه بجې د واغظ ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه تراکتور او مسافروړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې، یوه بله ښځه او یو سړی ټپیان دي.

خبرپاڼه دغه‌راز کاږي چې دويمه پېښه تېره شپه د اب‌بند ولسوالۍ سپین بند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه هایلکس موټر چپه کېدو له امله شوې او دوه کسان په‌کې ټپیان شوي دي.

امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښو سیمو ته رسېدلي او ټپیان یې د غزني ملکي روغتون ته لېږدولي دي.

سرچینې د یادو پېښو لامل د شپې تیاره او د ترافیکي قوانینو نه رعایت په ګوته کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.