Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر: نړۍواله ټولنه دې له افغانستان سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د قطر استازې وايي چې نړۍواله ټولنه باید د بیارغونې، بشري مرستو ته د لاسرسي تضمینولو، د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون او له ټولو اړخونو سره د خبرو اترو برخو کې د افغانستان ملاتړ وکړي څو د دغه هېواد ستونزې راکمې شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالې جواهرة بنت عبدالعزیز السویدي دغه څرګندونې پرون د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت ارزولو په اړه د بشري حقونو شورا د ۶۰مې ناستې په څنډه کې کړې دي.

السویدي ویلي چې افغانستان له ډېرو ننګونو لکه اقتصادي، بې‌کارۍ، د بشري اړتیاوو زیاتوالي، پرله‌پسې اقلیمي بدلونونو، پراخې بې‌وزلۍ، د خوړو له ناامني، دوامداره بندیزونو، د شتمنیو کنګل کېدو او میلیونونو کډوالو له ستنېدنې سره مخ دی.

هغې زیاته کړې چې له دغو ستونزو سره د مقابلې لپاره نړۍوالې ټولنې ته لازمه ده چې د بنسټونو د بیارغونې لپاره د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي، بشري مرستو ته لاسرسی تضمین کړي او له ټولو افغان لورو سره خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې د هغې له قوله راغلي ‎چې دغه اقدامات به په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام او د نړۍوالو مکلفیتونو ترسره کولو کې دغه هېواد ته لازم شرایط برابر کړي.

د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالې ټینګار کړی چې هېواد یې له افغان اړخونو سره په خپلو خبرو کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د ګډون ملاتړ او پیاوړتیا، د هغوی د زده‌کړې او کار حق تضمینول او د افغانانو د ټولو برخو د حقونو ساتنې مسایل شاملوي.

سرچینې لیکلي چې د قطر دولت یو ځل بیا د یو فعال نړۍوال شریک په توګه خپله ژمنه تازه کړه او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د خپلو منځګړو هڅو او د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو او متخصصو کاري ډلو د غونډو کوربه‌توب له لارې په مهمو مسایلو کې د نړۍوالې اجماع په جوړولو کې بریالی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.