Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

پل‌علم (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست لپاره د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې چې نن جوړ شوي وو، د ا.ا یو شمېر مسوولینو او د لوګر ولایت قومي مشرانو ګډون کړی و.

د لوګر د کور او ښارجوړولو رییس مولوي مطیع‌الله زاهد په یادو مراسمو کې وویل، دغه ودانۍ د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت په درېیو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د کور او ښارجوړولو وزارت په مالي لګښت جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده ودانۍ چې چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې، شل اداري دفترونه، د غونډو تالار، خوړنځای، د ساتونکو خونه، احاطوي دېوال او نور ملحقات لري.

بلخوا، د لوګر والي قاري صلاح الدین ایوبي وویل چې دغه ودانۍ د عدالت، نظم او فرمانونو د تطبیق مرجع ده، څرنګه چې لازمه ده باید هماغه شان خدمتونه ترې صادر شي.

نوموړي د بنسټیزو پروژو عملي کېدل د هېواد د ښې راتلونکې لپاره د اسلامي امارت د کلک هوډ روښانه بېلګه یاده کړه.

دغه‌راز، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست مرستیال مولوي محمدمحسن هاشمي د کور او ښارجوړولو له وزارته د دې ودانۍ جوړولو له امله مننه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.