کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي او پولیس باید خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي څو د ولس او پوليسو ترمنځ هېڅ ډول واټن رامنځته نه شي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سراجالدین حقاني په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه غونډه کې د امنیتي موضوعاتو ترڅنګ پر ګڼ شمېر نورو مهمو او ټولنيزو موضوعاتو هم هر اړخيزې خبرې وشوې.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، حقاني ټینګار وکړ چې د خلکو فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا زیاتې هڅې وشي.
هغه ویلي، د هېواد په کچه د پولیسو ټول ځواکونه باید خلکو ته ریښتیني خدمات وړاندې کړي او د ولس د اعتماد ترلاسه کولو په موخه بايد پوره هلې ځلې وشي څو د خلکو او پوليسو ترمنځ هېڅ ډول واټن رامنځته نه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP