میمنه (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): د فاریاب د پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حمیدالله ارشاد نن (چهارشنبه) پژواک اژانس خبریال ته وویل دغه ودانۍ د قیصار ولسوالۍ د زیارتګاه په سیمه کې د «ازاد کوه» لومړني ښوونځي ته د ناروې هېواد په ۲۲ میلیون افغانیو مالي مرسته د «دارت» موسسې له لوري جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، دا ودانۍ په دوو پوړونو کې په عصري او پرمختللې بڼه جوړه شوې چې ۱۳ درسي، یوه اداري، یوه د لابراتوار او یوه محافظینو خونه، د لمریزې برېښنا سیسټم، د څښاک د اوبو څاه، ۲۳۴ میزونه او څوکۍ، ۱۰ تشنابونه، د ماشومانو لپاره د لوبو میدان او ۲۰۰ متره د انګړ دېوال لري.
د ارشاد په خبره، د دې ودانۍ په جوړېدو سره څه باندې ۴۶۸ زدهکونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شو.
په همدې حال کې، د دغه ښوونځي یوه زدهکوونکي محمدسلیم د یادې نوې ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې تر اوسه یې په خیمو کې او د ونو تر سیوري لاندې زدهکړې کولې او د دوبي په ګرمۍ او د ژمي په یحنۍ کې به له ستونزو سره مخ وو.
دغهراز، د دغه ښوونځي بل زدهکوونکی عبدالله وویل چې له دې مخکې د مناسبو درسي ټولګیو نشتوالی له ښوونځي سره د دوی د لېوالیتا کمېدو لامل شوي و، خو له دې وروسته به په مینه په خوندي چاپیریال کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP