Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د سترګو د څه باندې څلور زره ناروغانو وړیا درملنه وشوه

کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): په کندهار ولایت کې یوه خیریه بنسټ د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې کمپاین کړی چې تر اوسه یې د سترګو د ۳۵۰ ناروغانو عملیاتونه او د شاوخوا څلور زره نورو کسانو درملنه کړې ده.

یاد کمپاین د افغاني سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د البصر نړۍوال خیریه بنسټ له لوري د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوی او سبا پنجشنبه به یې وروستۍ ورځ وي.

د کندهار د سرې میاشتې ریاست مطبوعاتي مسوول محمدشعیب اغا نن پژواک خبري اژانس ته وویل ‎دغه عملیات وړیا دي او د کندهار تر څنګ د جنوبي زون د نورو ولایتونو ناروغانو هم ورته مراجعه کړې ده.

ده زیاته کړه: «په تېرو څلورو ورځو کې د شاوخوا څلور زره کسانو د سترګو وړیا معاینات شوي او د ۳۵۰ څخه د زیاتو کسانو د سترګو د پردې عملیات د البصر نړیوال خیریه بنسټ بهرنیو ډاکټرانو ترسره کړي دي. کېدای شي د عملیاتو شمېر ۵۰۰ ته ورسېږي او د ناروغانو معاینات تر پنځه زره تنو پورې لوړ شي.»

هغه وویل، هغو کسانو ته چې د عملیاتو اړتیا نه لري، وړیا درمل او یا عینکې ورکول کېږي.

ډېری ناروغان د کندهار تر څنګ د هلمند، زابل او ارزګان له ولایتونو راغلي او د وړیا درملنې له دې فرصت څخه خوښي څرګندوي.

یوه ښځینه ناروغه چې له میوند ولسوالۍ راغلې، وایي: «څو میاشتې کېږي چې د سترګو ستونزه لرم، دلته مې وړیا معاینه او درملنه وشوه. که مې په شخصي ډول عملیات کولای، ډېرې پیسې یې غوښتې.»

دادالله چې له سپین‌بولدک ولسوالۍ راغلی، وایي: «زه د غریبۍ له امله د عملیاتو توان نه لرم. دا یو لوی نعمت دی چې سترګې مې وړیا معاینه او عملیات شوې. ډېر خوشحاله یم، خدای دې دوی ته خیر ورکړي.»

کندهار ته راغلي ډاکټران وایي، دوی مخکې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هم د خلکو د سترګو درملنه او عملیات کړي دي.

د دغه خیریه بنسټ اړوند یو ډاکټر شکیل پژواک ته وویل: «موږ مخکې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته کمپاینونه ترسره کړي دي. که زموږ پروګرام وغځېږي، نورو ولایتونو ته به هم ولاړ شو.»

د البصر خیریه بنسټ ډاکټران د پرمختللو ماشینونو په وسیله د عملیاتو چارې د کندهار په مهمند نړیوال روغتون کې ترسره کوي.

د دغه روغتون د سترګو ډاکټر شیراحمد فضلي وایي، که څه هم د سترګو ناروغان زیات دي، خو په هېواد کې د سترګو د درملنې په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

هغه وویل: «پخوا به خلک د عملیاتو لپاره بهر ته تلل، خو اوس دلته دننه ښه درملنه کېږي.»

ډاکټران وایي، په افغانستان کې د سترګو د ناروغیو په ځانګړي ډول د پردې (کټاریکټ) ستونزه ورځ تر بلې ډېریږي. دوی یې لاملونه د عمر زیاتوالی، د لمر وړانګو سره مستقیم تماس، د تلیفون او کمپیوټر اوږدمهاله کارونه، د سترګو د فظ‌الصحې نه مراعات او د درملنې نه شتون بولي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.