Language

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن د هند او اماراتو د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن د هند او کوربه متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزې سیالۍ پرون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري.

د اسیا جام لومړی لوبه پرون د افغانستان او هانګ کانګ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه.

همدارنګه د یادو سیالیو په لړ کې نن د هند او کوربه متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه کېږي چې د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې به پیل شي.

د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

د یادونې ده، افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.