زرنج (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): نیمروز کې یو شمېر ښځې چې د کورني تاوتریخوالي له امله پر رواني ستونزو اخته شوې، په دغه ولایت کې د رواندرملنې خدمتونو له کمښته شکایت کوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی دغې ستونزې رسېدنه وکړي.
د نیمروز د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د دې ادارې له لوري د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي ۹۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتريخوالی يوه داسې پدیده ده چې له کلونو راهيسې د نیمروز په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې شتون لري او کله دومره شديد وي چې ښځې له روحي او رواني ستونزو سره مخ کوي.
شريفه؛ د کورني تاوتريخوالي قرباني مېرمن چې اوس له رواني ستونزو کړېږي
د نيمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکې ۳۵ کلنه شريفه (مستعار نوم) چې د درېیو ماشومانو مور ده او لس کاله کېږي واده یې کړی، پژواک خبري اژانس ته وویل، خاوند يې پر نشهيي توکو روږدی دی او تل د خپل خاوند له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
هغې په داسې حال کې چې غریو نیولې وه وویل: «شپه ورځ زموږ په کور کې يوازې جنجال، ماتول، تویول او شیندل وي؛ دومره ډېره وهل ډبول شوې يم او چغې مې وهلې چې اوس د دروازې له غږه هم وېرېږم؛ کله چې د دروازې غږ اورم، بدن مې لړزېږي، ځکه وېرېږم، فکر کوم خاوند مې کور ته راغی، ما او ماشومان مې وهي.»
شریفه چې د خپلو خبرو پر مهال به شېبه چوپه شوه، هغه خبرې چې باید ویې کړي، له یاده به یې ووتلې خو وروسته به بېرته وریادې شوې.
هغې وويل: «له تاوتریخوالي ډک ژوند دومره ځورولې يم چې حافظه مې کمزورې شوې، نومونه رانه هېرېږي، په يو شي پسې ځم خو څو شېبې وروسته رانه هېر وي چې څه مې په کار و. خبرې مې ژر ژر هېرېږي، حيرانه يم چې څه وکړم.»
یاد وضعیت شريفه اندېښمنه کړې او غواړي چې درملنه یې وشي، خو له دې امله چې په ولايتي روغتون کې يوازې يو د اعصابو ډاکټر دی او نه شي کولای ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړي، تر اوسه نه ده توانېدلې چې د ځان درملنه وکړي.
هغې ادعا وکړه چې په ولايتي روغتون کې د رواني روغتيا مشاورين هغه کسان دي چې له شپږ مياشتني لنډمهالو کورسونو فارغ شوي او په دې برخه کې ډېره وړتیا نهلري، ډېری هغه کسان چې مالي ستونزې نهلري، د درملنې لپاره ګاونډيو ولايتونو ته ځي.
هغې د نيمروز د عامې روغتيا له رياسته وغوښتل چې د رواني روغتيا مشاورينو او د اعصابو مسلکي ډاکټرانو د ګومارنې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
خو دا یوازې شريفه نه ده چې د خاوند اعتياد يې ژوند تریخ کړی او د خپل خاوند له لوري د تاوتريخوالي قرباني ده؛ بلکې نورې ښځې هم شته چې د خپل تریخ ژوند ورته کيسې لري.
صدیقه: د ډېر تاوتریخوالي او شکنجې له امله د شپې خوب نه لرم
د زرنج ښار یوه اوسېدونکې صدیقه (مستعار نوم) وايي، څلور کاله مخکې یې له داسې یوه کس سره واده وکړ چې پر نشهيي توکو روږدی و، خو هغې او کورنۍ یې د دغه کس د اعتياد په اړه معلومات نه درلودل.
صدیقه چې لا هم ځوانه ده خو د روږدي خاوند له لوري یې دومره تاوتریخوالی لیدلی چې نه یوازې یې له هغې خوښۍ او تازهوالی اخیستی، بلکې هغه یې پر رواني ستونزو هم اخته کړې ده.
هغې زیاته کړه: «کله چې د موادو پېرلو لپاره پیسې ونه لري، کور ته راځي او ما وهي، په زور راڅخه پیسې اخلي، وهل ټکول کوي، که پیسې نه وي هر څه ماتوي او ډېرې سپکې سپورې وايي چې اصلاً د ویلو نه دي.»
نوموړې د خپل ژوند د ترخو خاطرو په یادولو اوښکې تویوي او وايي چې اړه ده د خپلو ماشومانو لپاره ټولې سختۍ وزغمي او چوپه پاتې شي.
خو هغې زیاته کړه: «دومره تاوتريخوالی وینم او شکنجه کېږم چې د شپې خوب نه لرم؛ کله چې لږ غږ واورم، له ځایه ژر پورته کېږم چې بیا مې خاوند راغلی او پیسې غواړي.»
صدیقه هم غواړي چې د رواني ډاکټرانو له لوري یې درملنه وشي خو ویې ویل، په دغه ولایت کې مسلکي ارواپوه شتون نه لري او د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای نورو ولايتونو ته ولاړه شي.
نوموړې هم غوښتنه وکړه چې د نيمروز په ولايتي روغتون کې د رواني روغتيا مشاورينو او متخصصينو د ګومارنې په برخه کې دې لازم اقدامات ترسره شي.
د عصبي او رواني ناروغیو متخصص: کورنی تاوتريخوالي کولای شي د شدیدو رواني اختلالاتو او تروما لامل شي
په نيمروز ولايت کې د اعصابو یو متخصص خبرداری ورکوي چې کورنی تاوتريخوالی، جبري کډوالۍ او بېوزلي کولای شي په ښځو کې د شدیدو رواني اختلالاتو او «تروما» لامل شي.
د نيمروز په ولايتي روغتون کې د عصبي او رواني ناروغیو متخصص ډاکټر سيد خليلشاه کاظمي پژواک ته وويل چې د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتريخوالی د جدي رواني او روحي ستونزو لامل کېدای شي.
هغه وايي: «تروما يا رواني ضربه د شدیدو جسمي يا روحي زيانونو په پايله کې رامنځته کېږي. د روان دفاعي میکانیزمونه د فزیکي تاوتريخوالي، جنسي تېري، مرګونو پېښو، د نږدې کسانو له لاسه ورکول، کډوالۍ، بېوزلي او بېکورۍ په څېر د ترخو تجربو پر وړاندې زيانمنېږي او يا له منځه ځي.»
د کاظمي په وينا، رواني تروما ممکن سړی له ځوروونکو احساساتو، ترخو خاطرو، شدید اضطراب او له نورو سره په اړیکو کې له اختلال سره مخ کړي؛ که درملنه يې ونه شي کولای شي د رواني بېحسۍ، له خپلو شاوخوا خلکو سره د اړيکو پرې کولو، بېباورۍ او انزوا لامل شي.
هغه ټینګار کوي چې د تروما رواني نښې د پېښې له ډول او شدت سره تړاو لري او کېدای شي نښې یې شوک، ذهني ګډوډي، له واقعيت څخه انکار، په تمرکز کې اختلال، غوسه، بېثباتي، اضطراب، ډار، بېخوبي، سستي، ژور خپګان او ان د نشهيي توکو کارولو ته زړه ښه کول وي.
کاظمي څرګنده کړه: «له دې امله چې ښځې د رواني او عاطفي زیانونو پر وړاندې ډېرې اغېزمنېږي، د نارینهوو په نسبت ډېرې د تروما له خطر سره مخ دي. تاوتريخوالی خپله يو ډول تروما ده چې له وېرې او نااميدۍ سره مل وي.»
کاظمي د رواني روغتيا خدمتونو برخه کې د ځینو پرمختګونو سربېره په هېواد کې د متخصص ځواک د کمښت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي: «د عامې روغتيا وزارت رواني خدمتونه د لومړنيو صحي خدمتونو (BPHS) په بسته کې شامل کړي، خو د ارواپوهانو او متخصص ډاکټرانو شمېر ډېر کم دی. د دې برخې ډېری کارکوونکو يوازې څو مياشتې زده کړې کړې او د پرمختللو تروماګانو درملنې وړتيا نه لري.»
هغه خبرداری ورکوي که د تروما درملنه پر وخت ونه شي، ښايي د لا جدي رواني اختلالاتو لکه د کنټرول له لاسه ورکول، د واقعيت په پېژندلو کې ناتوانايي او ان د ځانوژنې لامل شي.
هغه زياته کړه: «خلک باید خپلې رواني روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي. ناروغ يوازې خپله زيان نه ويني، بلکې د کورنۍ نور غړي هم زیانمنېږي. ارواپوه ته پر وخت مراجعه او د رواندرمنلې له تخصصي مشورو څخه ګټه اخیستل د تروما درملنې تر ټولو غوره لار ده؛ خو له بده مرغه دا خدمتونه زموږ په ټولنه کې ډېر محدود دي.»
هغه زیاتوي: «هره میاشت شاوخوا له ۲۰ څخه تر ۳۰ ښځې چې د کورني تاوتريخوالي يا نورو ترخو پېښو له امله له رواني ستونزو سره مخ وي، ما ته مراجعه کوي. خو د رواندرملنې مرکزونو نشتوالي د هغوی د درمنلې بهیر سخت کړی یا ان ناممکن کړی دی.»
د هغه په وينا، د یادو ناروغانو درملنه يوازې په درملو ممکنه نه ده، ټولنيز ملاتړ، د مشورې منظمو غونډو او د رواندرملنې متخصصينو ته لاسرسي ته اړتيا لري.
ديني عالم: د اسلام مبارک دین د ښځو پر وړاندې هر ډول ظلم او تاوتريخوالی منعه کړی دی
په نیمروز کې دیني عالم مولوي ګلاحمد احمدي وايي چې د اسلام مبارک دين په قاطع ډول د ښځو پر وړاندې هر ډول ظلم او تاوتريخوالی حرام ګڼلی او له ښځو سره د درناوي، عدالت او مهربانۍ پر چلند او د هغوی د حقونو پر رعايت ټينګار کوي.
هغه د اسلام سپېڅلي دين روښانه لارښوونو ته په اشاره زياته کړه چې د ښځو د حقونو، کرامت او له هغوی سره د چلند په اړه د قرانکريم په ايتونو او د اسلام پیغمبر (ص) په احادیثو کې واضح لارښوونې شوې دي.
نوموړي د قرانکریم د يوه ايت د ژباړې په نقل وویل: «له ښځو سره په نېکۍ او نرمۍ چلند وکړئ.»
د نيمروز د امر بالمعروف رياست له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي سلګونو قضيو ته رسېدنه
د نيمروز ولايت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریيس مولوي اللهنور زرقاوي وویل، دې ادارې په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي شاوخوا ۹۰۰ قضيو ته رسېدنه کړې ده.
هغه زياته کړه: «یادو قضيو ته رسېدنه د رسمي شکايتونو د ثبت، څېړنو او تحقيق، عدلي او قضايي بنسټونو ته ارجاع، قربانيانو ته د رواني او ټولنيزو مشورو او په ځينو مواردو کې د کورنۍ منځګړیتوب له لارې شوې ده.»
د هغه په وينا، په ډېرو دغو قضیو کې د فزیکي تاوتريخوالي (وهل ټکول)، رواني او لفظي تاوتریخوالی، د پلار، مور او نورو خپلوانو له لیدو مخنیوی، له سپینږیرو سره د نابالغه نجونو جبري نکاح، له ميراث څخه محروميت او دې ته ورته نور موارد پهکې شامل دي.
وموغوښتل چې په دغه راپور کې د نيمروز د عامې روغتيا رياست نظر هم ولرو خو بریالي نه شوو.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۱۳۹۸ کال کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ۳۲ میلیون وګړو له ډلې ۴۷ سلنه یې د رواني ناروغیو لکه له ژور خپګانه ځورېږي. د دغه وزارت چارواکو هغه مهال ویلي وو چې د دغو ناروغانو له ډلې د ۲۶ سلنه وضعیت تر نورو ډېر جدي دی، داسې چې د هغوی ورځني فعالیتونه یې له خنډ سره مخ کړي دي.
د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان یوه چارواکي تېر کال ویلي وو چې د افغانستان نیمايي وګړي له رواني ناروغیو ځورېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا څانګې امر ډاکټر وحیدالله افغان پخوا پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې د اړتیاوو پر اساس افغانستان د رواني روغتیا شاوخوا ۳ زره مشاورینو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې اوسمهال یوازې ۱۱۰۰ مشاورین چې ۶۰۰ ښځې او ۵۰۰ نارینه دي، فعالیت لري.
نوموړي وویل، روغتیايي مشاور معمولاً هغه کس دی چې د رواني روغتیا برخه کې لیسانس لري او تخصصي زدهکړې یې کړې دي.
دغهراز، هغه زیاته کړه چې د رواني روغتیا له ۱۳۰ تر ۱۵۰ متخصصین د هېواد په روغتیايي نظام کې کار کوي چې ډېری یې نارینه دي.
د هغه په وینا، د رواني روغتیا همدومره متخصصینو ته اړتیا لیدل کېږي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې هر کال له روغتونونو او د رواني روغتیا له کدري او تخصصي وارډونو د رواني روغتیا شاوخوا ۱۰ تر ۱۲ متخصصین فارغېږي.
هغه زیاته کړه چې دا مهال په ټول هېواد کې د روزل شوو روغتیايي کارکوونکو شمېر شاوخوا ۲۱ زره کسان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP