جلالاباد (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یوه کس د ځمکې پرسر شخړه کې خپل ورور او وراره وژلي دي.
د ننګرهار ولایت مقام پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه شخړه د روداتو ولسوالۍ د «غجیانو» په کلي کې شوې ده.
سرچينې زیاته کړې چې ياد کسان د قضيې د حل په موخه محکمې ته ورغوښتل شوي وو خو دوی محکمې ته له حاضرېدو وړاندې فزيکي شخړه کړې ده چې په پایله کې ې یوه کس خپل ورور او وراره وژلي دي.
د ننګرهار ولایت مقام لیکلي چې تورن کس له سیمې تښتېدلی او امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP