کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي چې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د ساحوي څار ډلې جوړې کړې دي.
د عدلیې وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د کابل ښار په ټولو ناحیو کې د کورونو د کرایې د کنټرول په موخه د ساحوي څار ډلې جوړې کړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، یادو ډلو چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړلو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو استازي په کې ګډون لري، پرون د سه شنبې په ورځ خپل کار پيل کړ.
سرچینې زیاته کړې، د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمیټې د روانې اونۍ په ناستو کې د کورونو کرايو لپاره د ټاکل شوو اصولو د تطبیق لارې چارې وڅېړلې او د ساحوي نظارت ټیمونه یې جوړ کړل څو په دې برخه کې عملي اقدامات ترسره شي.
عدلیې وزارت ویلي، همداراز په دغو غونډو کې پرېکړه وشوه چې د معاملاتو لارښوونې ټول دفترونه مکلف دي څو کورونه له ټاکل شوي حد څخه لوړ په کرایه ورنهکړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، مؤظفو ټیمونو ته هدایت ورکړل شوې چې دا موضوع په جدي توګه بررسي کړي او د معاملاتو لارښوونې هر ډول سرغړونې ثبت کړي څو له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
سرچینې لیکلي، د یادې کمېټې د پرېکړې له مخې، د استوګنیزو کورونو مالکین اجازه نهلري چې د خپلو کورونو کرایې د ۱۴۰۳ کال په پرتله له ۱۰ سلنې څخه ډېره لوړه کړي او له دې سلنې د لوړیدو په صورت کې به سرغړوونکي تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
عدلیې وزارت ویلي، دغهراز یادې کمېټې دا پرېکړه هم کړې، د کرایې هغه قراردادونه چې پر سپین کاغذ یا په خپلسر جوړو شوو «سېټو» کې درج شوي ووُ اوس د رسیدګۍ لپاره د اعتبار وړ نهدي او د ترلاسه کېدو په صورت کې به سرغړوونکي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP