Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: لوګر کې د قيمتي ډبرو ۳۵ نوي کانونه کشف شوي دي

پل‌علم (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې یې د قيمتي ډبرو ۳۵ نوي کانونه کشف کړي دي.

د لوګر د کانونو او پټرولیم رئيس مولوي احمدالله فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۳۵ نویو کانونو په اړه معلومات او سروې بشپړه شوې ده او د منظورۍ لپاره یې اړوند معلومات د کانونو وزارت  ته استول شوې دي.

ده وویل، اوسمهال لوګر ولایت کې د قيمتي ډبرو پر ۵ کانونو کار روان دی او د یادو کانونو له درکه یې په تېرو پنځه میاشتو کې ۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

فرقاني زیاتوي، لوګر ولایت کې د کانونو استخراج برخه کې شاوخوا زر کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د لوګر د کانونو رئیس زیاته کړه چې دغه ولایت کې د کانونو غیرقانوني کېدندنه صفر ته رسېدلې او هیچا ته هم اجازه نه ورکول کیږي چې په غیرقانوني توګه د کانونو په استخراج لاس پورې کړي.

لوګر یو له کانونو ډک ولایت ګڼل کېږي چې د عینکو مسو کان سربېره په کې لسګونه د قیمتي ډبرو کانونه شتون لري. د کارپوهانو په باور، که چیرې دغه کانونه په قانوني توګه استخراج شي افغانستان به له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.