Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغېس کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

قلعه‌نو (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د بادغېس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز قلعه‌نو ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د بادغېس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي ویلي، یاده پېښه تېر ماښام د قلعه‌نو ښار اړوند په «باغ‌بانان» سیمه کې هغه مهال شوې چې درې موټرسایکلونو په یوه وخت کې له یو بل سره ټکر کړی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د بادغېس ولایت د مرکزي روغتون له لوري د لا ښې درملنې په موخه هرات ولایت ته لېږل شوي دي.

سرچینې د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.