Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د مقاومت‌لرونکو معیشتونو لپاره ۱.۵ میلیون یورو مرسته ځانګړې کړه

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۴): اروپايي ټولنې په افغانستان کې د «اقلیمي او ټولنیزو بدلونونو پر وړاندې د مقاومت‌لرونکو معیشتونو» پروژې د ملاتړ په موخه له یوې غیردولتي موسسې (TLO) سره د یو اعشاریه پنځه میلیون یورو په ارزښت نوی هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مالي مرسته د سویس د پراختیا او همکارۍ آژانس (SDC) د ۸ میلیون ډالرو ونډې بشپړوونکې ده، کومه چې له افغان ټولنو او اقلیمي بدلونونو سره سم د پایداره معیشت په رامنځته کولو کې د مرستې لپاره ګډې نړۍوالې هڅې پیاوړې کوي.

سرچینې زیاته کړې چې ټي‌اېل‌او به د دې مرستې په ترلاسه کولو سره خپله کاري ساحه لویې پکتیا او دایکنډي  ته وغځوي او په ۱۶ ولسوالیو کې به تر ټولو بې‌وزله کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه به د ۲۰۲۸ کال تر جنوري پورې د څلورو مهمو مسیرونو لکه د طبیعي سرچینو د مدیریت ښه کولو، د اقلیم پر وړاندې مقاوم معیشت ته تنوع ورکولو، د ټولنیز پیوستون د پیاوړتیا او د ګډو اقلیمي اقداماتو لپاره د ټولنو او حکومتي ادارو سره د اړیکو د ټینګښت له لارې دوام وکړي.

د اروپايي ټولنې شارژدافیر ورنیکا بوسکوویچ-پوهار ویلي: «اروپایي ټولنه له ټي‌اېل‌او سره په ګډه په پیاوړو افغان ټولنو کې پانګونه کوي چې کولای شي د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مبارزه وکړي او خپل ژوند وساتي. هېواد ته په لویه کچه د افغانانو راستنېدل پر هغو محلي ټولنو فشار زیات کړی چې لا دمخه د طبیعي سرچینو له کمښت او د ژوند له ستونزو سره مخ دي.»

د ټي‌اېل‌او د دفتر رییس مسعود کړوخیل ویلي چې د اروپايي ټولنې ملاتړ ټي‌اېل‌او ته دا توانانيي ورکوي څو د اقلیمي او ټولنیز بدلون پر وړاندې د مقاومت‌لرونکو معیشتونو پروګرام پراخ کړي او له افغان ټولنو سره د سرچینو په بیا رغونه او مقاوم معیشت په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.