کندهار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت د کندهار – ارزګان لارې د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ۷۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کړې او په دوو کلونو کې بشپړې شي.
د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسي ثاني د پرانېستې پر مهال وویل، دغه پروژه به د خلکو د تګ راتګ ستونزې په اساسي ډول حل کړي.
د هغه په وینا، سړک به په پاخه ډول جوړېږي او ورسره به د سیمې د اوسېدونکو زیاتې ستونزې له منځه ولاړې شي.
نوموړي زیاته کړه چې په کندهار کې د سړکونو پنځه نورې پروژې هم تر کار لاندې دي چې د نورو ولایتونو لپاره هم اهمیت لري.
ثاني د ارغنداب ولسوالۍ د ظاهرشاهي کانال د سړک، د کندهار – هرات لویې لارې د رغونې پروژو او د ګرشک – کندهار ترمنځ د دویم لین د جوړولو پلان په اړه هم معلومات ورکړل.
د ارزګان والي مولوي عنایت الله شجاع وویل، اوس مهال په هېواد کې د امنیت د تامین له امله د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي. هغه زیاته کړه، که څه هم اسلامي امارت ډېرې مالي سرچینې نه لري، خو بیا هم د مهمو پروژو عملي کول پیل شوي دي.
د کندهار او ارزګان اوسېدونکي د سړک د رغونې له پيل سره خوښي ښيي او وایي، دغه کار به د دوی ژوند اسانه کړي.
د ترینکوټ یو اوسېدونکي حاجي عبدالرحمن وویل: «موږ له کلونو د خرابې لارې له ستونزو سره مخ وو. اوس چې په پاخه ډول جوړېږي، زموږ ډېرې ستونزې به حل شي.»
د شاولیکوټ یو بل اوسېدونکي سردار محمد د ناروغانو د لیږد ستونزه یاده کړه او ویې ویل: «کله چې ناروغان روغتون ته وړو، د خرابې لارې له امله د ژوند له لاسه ورکولو وېره ډېره وه. د دې سړک رغونه زموږ لپاره د ژوند ژغورنې معنا لري.»
د کندهار – ارزګان لاره د هېواد په جنوبي سیمو کې له مهمو لارو څخه ده چې د خرابوالي له امله نه یوازې د خلکو وخت ضایع کېده، بلکې د ترافیکي پېښو او د وسایطو د چپه کېدو لامل هم ګرځېدلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP