کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شلاوریزو سیالیو په لړ کې نن د بنګلهدېش او هانګکانګ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شلاوریزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه پهکې لري.
د اسیا جام لومړۍ لوبه د افغانستان او هانګکانګ ترمنځ ترسره شوې وه چې افغان لوبډلې پهکې بریا خپله کړه، دغه راز دویمه لوبه پرون د هند او متحده عربي اماراتو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې هند لوبډلې اماراتو ته ماته ورکړه.
په متحده عربي اماراتو کې د بنګلهدېش او هانګکانګ ترمنځ نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي.
د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګلهدېش، سریلانکا او هانګکانګ لوبډلې سره لوبېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP