Language

غزني کې د ۲۲ ځوانو جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول

غزني (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): په غزني کې د یوه خیریه بنسټ او ملي سوداګرو په مالي مرسته د ۲۲ ځوانو جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.

د یاد واده دغه ګډ مراسم نن غرمه د غزني ښار د ودونو په یوه شخصي تالار کې ترسره شول.

یو یادو مراسمو یوه تنظیموونکي او د سعادت خیریه بنسټ مشر قاري محمدغوث کاوش پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مراسم د دې لپاره جوړ شوي چې د ډېرو لګښتونو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه، دغو ۴۴ زومانو او ناویانو د اقتصادي ستونزو له امله په یوازې ځان د واده مراسمو جوړولو توان نه درلود.

د نوموړي په خبره، دوی پخوا هم د ودونو ورته ګډ مراسم جوړ کړي او له تېرو څلورو کلونو راهیسې دا څلورم ځل دی چې دغه ډول پروګرامونه نیسي.

د هغه په وینا، د ننني واده لګښت شاوخوا ۸۵۰ زره افغانۍ شوی چې سعادت بنسټ او یو شمېر سوداګرو له خپلو شخصي جېبونو ورکړی دی.

هغه وویل، د ډېرو لګښتونو، لوړ ولور او په ټولنه کې د اخلاقي فساد مخنیوي په موخه به د ودونو ګډو مراسمو جوړولو لړۍ دوام ولري.

ورته مهال، د دغه واده یو شمېر زومان وايي چې په یوازې ځان یې د واده د لګښت توان نه درلود، نو ځکه یې په دغو مراسمو کې ګډون کړی دی.

احمد فواد چې د یادو ۲۲ زومانو له ډلې دی، وایي خوشحاله دی چې په دغه واده کې یې ګډون وکړ، ځکه د بېل واده د لګښت توان یې نه درلود.

د واده یوه ګډونوال شاه‌علم پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول ودونه کورنۍ له ډېرو لګښتونو ژغوري. د هغه په خبره، له یوې خوا په ټول هېواد کې اقتصادي بحران دی او له بلې خوا ډېری ځوانان بې‌روزګاره دي او د واده مراسمو ترسره کولو وس نه لري.

نوموړي له سعادت بنسټ او سوداګرو مننه وکړه چې د ۴۴ زومانو او ناویانو د واده ګډ مراسم یې جوړ کړل او هغوی یې له ډېرو لګښتونو وژغورل.

د یادونې ده، په غزني کې هر کال د بېلابېلو بنسټونو، ملي سوداګرو او دیني عالمانو په مرسته د ودونو ګډ مراسم ترسره کېږي او له دې مخکې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې هم ورته ودونه ترسره شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.