Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د دوو خونړیو دښمنيو پای؛ کورنیو له کلونو وروسته سوله وکړه

پاراخ (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): پنجشېر کې د قتل او کورنۍ شخړې دوه مخکنۍ قضیې چې یوې ۱۵ او بلې ۷ کاله دوام وکړ، د ځايي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېدې.

پنجشېر کې د شخړو د حل کمېسیون مسوول محمدرها ابرار وویل چې دغه شخړې د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ په سفیدچهر کلي کې د څلورو کورنیو ترمنځ پیدا شوې وې چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي وو او قضیو د ډېرو کلونو لپاره دوام درلود.

د هغه د معلوماتو له مخې، په لومړنۍ قضیه کې ۱۵ کال مخکې د لفظي شخړې له امله د حاجي سراج‌الدین زوی د اسلام‌الدین د زوی له لوري وژل شوی و.

هغه زیاتوي چې اوس د یادو دوو کورنیو ترمنځ د پخلاینې ترڅنګ، د وژل شوي کس کورنۍ ته په کابل کې دوه کورونه او په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې یوه ټوټه ځمکه ورکړل شول.

هغه وویل چې دویمه قضیه کې هم ۷ کاله مخکې په یوه لفظي شخړه کې د حاجي عبدالخالق د زوی له لوري د عبدالمالک زوی وژل شوی و.

ابرار زیاته کړه چې یادو کورنیو هم له یو بل سره سوله وکړه او د وژل شوي کس کورنۍ ته یو میلیون او ۲۰۰ زره نقدې افغانۍ او یوه ټوټه ځمکه ورکړل شول.

د پنجشېر والي حاجي حافظ محمداغا حکیم د پخلاینې په دغو مراسمو کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې د دښمنۍ او قتل لسګونه قضیې حل شوې دي.

هغه زیاته کړه: «دغه بریالیتوبونه د اسلامي نظام له برکته دي او دا د افغانستان د اسلامي امارت ویاړ بولو.»

د پنجشېر د علماوو شورا رییس شیخ ضیاءالحق حنفي هم ټینګار وکړ چې د هېواد د قومونو ترمنځ د نفاق له منځه وړل او د یووالي ټینګښت د اسلامي امارت له اساسي موخو دي.

د پنجشېر د استېناف محکمې رییس مولوي عبدالله سدید هم وویل چې د کورنیو ترمنځ سوله، د امنیت په ټینګښت او ټولنیز یووالي په پياوړتیا کې مرسته کوي.

ښکېلو کورنیو د مسوولینو له پریکړې د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به له هر ډول کینې او دښمنۍ لاس واخلي او د ورورلۍ په فضا کې به ژوند کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.