Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قطر لومړی وزیر پر دغه هېواد د اسرائیلو د برید په تړاو له امریکايي چارواکو سره ګوري

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۴): ټاکل شوې د قطر لومړی وزیر پر دغه هېواد د اسرائیلو د برید او په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د خبرو اترو د وضعیت په اړه نن له امریکايي چارواکو سره وګوري.

د رویټرز د راپور له مخې، تمه ده د قطر لومړی وزیر به د جمعې په ورځ پر دغه هېواد د اسرائیل د برید او په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د خبرو اترو د وضعیت په تړاو له لوړپوړو امریکایي چارواکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني به په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وویني.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو تېره سه‌شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر مرکچي پلاوي برید وکړ؛ د قطر حکومت دغه اقدام «د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض» وباله او په کلکه یې وغانده.

دغه برید په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه وغندل شو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم پرون د قطر پر پلازمېنه دوحه دغه برید غندلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.