xکابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۴): د امریکا په ګډون، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د قطر پر پلازمېنه دوحه د اسرائیلو وروستی برید غندلي دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د قطر پر پلازمېنه دوحه وروستي بریدونه غندلي، خو په هغې بیانیه کې چې د اسرائیل د نږې ملګري امریکا په ګډون د ټولو ۱۵ غړو له لوري پرې هوکړه شوې، د اسرائیل یادونه نه ده شوې.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بیانیه کې چې د برېتانیا او فرانسې له لوري ترتیب شوې، راغلي: «د شورا غړو د تاوتریخوالي کمولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له قطر سره یې خپل پیوستون څرګند کړ. دوی د قطر له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر خپل ملاتړ هم ټینګار وکړ.»
په بیانیه کې ویل شوي: «د شورا غړو پر دې ټکي ټینګار وکړ چې د یرغمل شوو کسانو خوشي کول او په غزه کې د جګړې او کړاو پای ته رسول باید زموږ لومړیتوب وي.»
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني وویل چې اسرائیل په دوحه کې د حماس پر مشرانو په برید سره هڅه کوي په غزه کې د جګړې پای ته رسېدو بهیر ګډوډ کړي، خو ټینګار یې وکړ چې قطر به د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
هغه د امنیت شورا ناسته کې ویلي: «زموږ پر خاوره برید په داسې حال کې چې موږ پر خبرو اترو لګیا وو، د اسرائیل نیت څرګنده کړ؛ اسرائیل هڅه کوي چې د سولې هر ډول لیدلوری کمزوری کړي او د فلسطین د خلکو کړاو ته دوام ورکړي. دغهراز دغه اقدام ښیي، هغه افراطیان چې نن اسرائیل اداره کوي، یرغمل شوو ته اهمیت نه ورکوي، دا موضوع د هغوی په لومړیتوب کې نه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل د تېرې سهشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ پر مرکچي پلاوي هوايي برید وکړ، د قطر دولت دغه برید «د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض» بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
یو شمېر نورو هېوادونو هم دغه برید غندلی او هغه د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ او له نړۍوالو قوانین سره په ټکر کې بللی دی.