Language

پرون له ایران او پاکستان څخه څه باندې لس زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې لس‌زره افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې پرون (پنجشنې) له ایران او پاکستان څخه د هېواد د بېلابېلو بندرونو له لارې ۱۶۸۷ کورنۍ چې څه باندې لس‌زره کسان کېږي، په اجباري توګه راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې، د یادو راستنو شوو کډوالو له ډلې ۱۶۲۵ کورنۍ چې ۸۷۶۵ کسان کېږي، خپلو سيمو ته لېږدول شوي او له ۱۳۶۱ سره مرسته شوې ده.

ده ویلي چې یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو  ۱۲۳۵ سيمکارتونه هم وېشل شوي دي.