Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن پاکستان له عمان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن د پاکستان او عمان ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اورېزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري.

د اسیا جام لومړۍ لوبه د افغانستان او هانګ‌کانګ ترمنځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې په‌کې بریا خپله کړه. په دویمه لوبه کې هند د متحده عربي اماراتو لوبډله ماته کړه او په درېیمه سیالۍ کې تېره شپه بنګله‌دېش د هانګ‌کانګ پر وړاندې بریالی شو.

په متحده عربي اماراتو د پاکستان او عمان ترمنځ نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې پیلېږي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.