کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۴): د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د دغه هېواد د بشري مرستو لسمه جوپه کابل ته ورسېده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قطر د پراختیایي صندوق (QFFD) له لوري د روغتیا او درملنې برخې د ملاتړ لپاره د چمتو شوو بېړنيو روغتیايي مرستو لسمه الوتکه پرون د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دا الوتنه د هغو هوايي عملیاتو یوه برخه ده چې د قطر دولت یې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د کړېدلو افغان وروڼو د ستونزو کمولو لپاره ترسره کوي.»
سرچینې زیاته کړې، په یادو مرستو کې اړین درمل او د ژوند ژغورنې نور توکي شامل دي چې موخه یې د روغتونونو او د لومړۍ کرښې روغتیایی مرکزونو ظرفیت پیاوړی کول دي څو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هڅې د افغانستان له خلکو د قطر د دولت د دوامداره ملاتړ یوه برخه ده او د طبیعي پېښو له امله د اغېزمنو کسانو لپاره د بشري پیوستون او ملاتړ لپاره د قطر د کلکې ژمنې ښکارندويي کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP