بامیان (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۳): بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نږدې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د باميان د والي وياند صبور فرزان سيغاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د درېیو پرمختیايي پروژو چارې د څه باندې ۴۲ میلیون او ۸۸۶ زره افغانیو په لګښت د دغه ولایت د والي په حضور کې د ټولګټو چارو وزات له لوري پیل شوې.
هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د یکاولنګ ولسوالۍ له دوهلارې سیمې د یکاولنګ نمبر۲ ولسوالۍ تر بازاره د ۶۱ کیلومتر سړک د ترمیم، جغلاچونې، د پلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول، د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاهدرې د شهرنو له دوهلارې سیمې د پنجاب ولسوالۍ تر دار کرمان سیمې پورې د صدبرګ کوتل له لارې د غور – بامیان ۱۸،۵ کیلومتر لارې بیارغونه شامل دي.
د هغه په خبره، یاد سړکونه ټول ۷۹.۵ کیلومتره اوږدوالی لري.
هغه زیاته کړه چې په یادو پروژو کې د بامیان د مرکز اړوند له سه ترازوی بلندتناژ څخه تر ششپل، غرغنهتو دښتې تر سیمو پورې د عمومي سړک کانکرېټاچونه او د یکاولنګ ولسوالۍ د فېروزبهار سیمې سړک جوړول هم شامل دي.
د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د دې ډول زېربنایي پروژو تطبیق د سیمو د پراختیا او ترانسپورټي اسانتیا او خدماتو ته د خلکو د ښه لاسرسي لپاره اړینې وبللې او د هغه پر جدي څارنې او کیفیت ته پر پاملرنه یې ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP