Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د څښاک پاکو اوبو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

میدان‌‌ښار (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي چې د دغه ولایت په چک او سیداباد ولسوالیو کې د ۲۳.۷ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د میدان وردګو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالله ژمن پژواک خبري آژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو یادې شبکې د سیدآباد ولسوالۍ د «خواجه غړومبان» او «بهادر خېلو» او همدارنګه د چک ولسوالۍ د «لنګرډاګ» په سیمه کې د (DAKAAR) موسسې له لوري په یوه کال کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي وویل، پر یادو شبکو څه د پاسه ۲۳.۷ میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د یادې موسسې له لوري ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړه، دا پروژې د کلیو د پرمختګ، روغتیا او دوامدار چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

هغه همدارنګه وویل: «د اوبو رسولو په دغو درو شبکو کې درې ژورې څاګانې کېندل شوې دي، د سولر سیستمونه نصب شوي، د ۴۰ متر مکعب وړتیا لرونکي درې د اوبو زېرمې جوړې شوې، ۳۱۰ شیردهنونه وصل شوي او ۳۰۲۰۰ متره اوږد پایپ لګول شوی دی.»

ژمن زیاته کړه، د دې پروژو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او له بشپړېدو سره یې د یادو سیمو ۶۴۹ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم د (DAKAAR) موسسې له لوري د څښاک پاکو اوبو ورته یو شمېر نورې شبکې جوړې شوې وې، چې له پرانېستې سره یې زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.