Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې له وسله‌والو سره په نښتو کې ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو دفتر له قوله لیکلي چې د خیبر پښتونخوا په دوو سیمو کې له وسله‌والو سره په نښتو کې ۱۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې یادې نښتې د خیبر پښتونخوا د باجوړ او جنوبي وزیرستان اړوند سیمو کې شوې دي.

سرچینې ادعا کړې چې په دغو نښتو کې ۳۵ وسله‌وال هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې زمري میاشتې په ۲۳مه هم په خیبر پښتونخوا کې د وسله‌والو په بریدونو کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي او پنځه نور ټيیان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.