Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د ۱۰ میلیون ډالرو په پانګونه د برقي موټرسایکلونو او رېکشاوو د تولید او بسته‌بندۍ فابریکه جوړه شوې

هرات (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ۱۰ میلیون ډالرو په پانګونه د برقي موټرسایکلونو او رېکشاوو د تولید او بسته‌‌بندۍ یوه فابریکه جوړه شوې ده. د دې فابریکې مسوولین وايي، غواړي د برقي وسایطو په عرضه کولو له لارې د چاپېریال د ککړتیا کمولو کې فعاله ونډه ولري.

د دې فابریکې د پلور عمومي مسوول ګدامحمد احراري نندارې ته د تولیداتو وړاندې کولو پر مهال وویل چې دغه فابریکه د برقي موټرسایکلونو او رېکشاوو د تولید او بسته‌‌بندۍ په موخه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې جوړه شوې ده.

نوموړي څرګنده کړه چې دا مهال په دې فابریکه کې سل کسان په کار بوخت دي او هره ورځ په‌کې څو ډوله رېکشې او موټرسایکلونه تولید او بسته‌بندي کېږي.

د هغه په وینا، کوم وسایط چې په دې فابریکه کې تولید او بسته‌‌بندي کېږي، د لږ لګښت لرونکي دي او د ډېر کار کولو وړتیا لري.

د فابریکې مسوولین دغه‌راز وايي، دوی هڅه کوي د برقي وسایطو د عرضه کولو له لارې د چاپېریال د ککړتیا په کمولو کې ونډه ولري.

ورته مهال، د هرات د صنعت او کانونو خونې ريیس ناصر امین وايي چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې بېلابېل ماشینونه جوړېږي او د تولیدي توکو د صادراتو برخې هم د پخوا په پرتله ډېره وده کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، د حکومت ملاتړ د صنعتکارانو د صنعت د ودې لامل شوی دی.

بلخوا، د هرات د چاپېریال‌ساتنې ريیس مولوي عبدالعلي متقي وايي، ټول صنعتکاران دې هڅه وکړي څو د خپلو تولیداتو د پراختیا ترڅنګ د چاپېریال ساتنې ته هم پاملرنه وکړي.

نوموړی د برقي رېکشو تولید د چاپېریال پاک ساتنې برخه کې ارزښتناک بولي.

ورته مهال، د هرات یو شمېر اوسېدونکي د رېکشو له ډېرېدو، د ګڼې‌ګوڼې او د ښار د بې‌نظمۍ له امله شکایت لري.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالقدیر وویل چې د رېکشو له حده ډېروالي د هرات ښار ښکلا کمه کړې او دغه‌راز د ښار د بې‌نظمۍ لامل هم شوې دي.

د ده په وینا، اړتیا ده چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت د اوسني وضعیت له څېړلو وروسته د ریکشو د زیات شور او مزاحمت د کنټرول لپاره اړین عملي ګامونه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.