Language

اسلام‌اباد کې افغان سفیر له علي امین ګنډاپور سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړتیا خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): په اسلام‌اباد کې افغان سفیر د خیبر پښتونخوا ایالت له وزیر اعلی سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ولسونو ترمنځ د تګ راتګ پر اسانتیاوو او د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت وزیر اعلی علي امین ګنډاپور په اسلام‌اباد کې د افغانستان اسلامي امارت له سفارته لیدنه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د ولسونو ترمنځ د تګ راتګ پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ستنېدونکو افغانانو د ستونزو پر حل او اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

په اسلام‌اباد کې افغان سفیر مولوي محمدسردار احمد شکېب ویلي چې ‎د دواړو هېوادونو د خلکو ګډې ګټې یوازې د متقابل درناوي، صادقانه تفاهم او عملي همکاریو له لارې خوندي کېدای شي.

هغه د افغان کډوالو، زده‌کړیالانو، ناروغانو او په بندرونو کې د افغان مسافرو لپاره د خیبر پښتونخوا له ایالتي حکومته د نورو اسانتیاوو غوښتنه هم کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړه لورو وویل چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراختیا نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره د کار او عاید زمینه برابروي، بلکې د سیمې په سوکالۍ کې هم مهم رول لوبولی شي.