کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي په مشرۍ له پلاوي سره چې زلمی خلیلزاد هم پهکې دی، کتلي او ویلي یې دي، اوس د دې فرصت برابر شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ پلاوي سره چې د افغان سولې لپاره د متحده ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد هم په کې و، کتلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، د اتباعو پر مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وشوې.
سرچینه کاږي، دواړو لورو ټینګار کړی چې په دوه اړخیزو اړیکو کې پر شته او راتلونکو بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د هغو اتباعو په اړه چې په یوه او بل هېواد کې بندیان دي، خبرو ته ادامه ورکوي.
متقي د دواړو لورو د دوحې مخکني مذاکراتو ته په اشاره ویلي، اوس د دې ښه فرصت برابر شوی چې اړیکې عادي حالت ته راوګرځول شي او په دوه اړخیزو اړیکو کې داسې پېچلې ستونزې نشته چې حل یې دې ډېر ستونزمن وي.
سرچینې لیکلي، په ناسته کې د امریکايي پلاوي مشر په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشینی څرګنده کړه او کابل ته یې خپل پخوانی سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه چې دواړه لوري باید د تېرو مجالسو په تعقیب هلې ځلې وکړي چي ښه نتایج ترلاسه شي.
د امریکايي پلاوي مشر زیاته کړې چې هېواد یې د ملتونو د انتخاب ازادۍ ته درناوی لري او نه غواړي پر افغانانو کوم څه وتپي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په نننیو خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر هغو فرصتونو هم خبرې وشوې چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP