Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کانګو کې د دوو کښتیو چپه کېدو پېښو کې لږ تر لږه ۱۹۳ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، کانګو کې د دوو مسافروړونکو کښتیو چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۹۳ کسان مړه او لسګونه نور نادرک شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یادې پېښې د تېره اونۍ د چهارشنبې او پنج‌شنبې ورځو کې له یو بل څخه په شاوخوا ۱۵۰ کیلومتري واټن کې شوې دي.

په راپور کې راغلي، یوې کښتۍ چې ۵۰۰ کسان په‌کې سپاره وو، د پنجشنبې په ماښام په لوکوللا اړوند سیمه کې اور واخیست او ډوبه شوه چې له امله یې ۱۰۷ کسان مړه او ۲۰۹ نور ژغورل شوي، خو ۱۴۶ کسان اوس هم نادرکه دي.

سرچینې لیکلي، له یادې پېښې یوه ورځ مخکې په باسانکوسو مربوطاتو کې هم یوه کښتۍ ډوبه شوه چې له امله یې ۸۶ کسان مړه شوي چې ډېری یې زده‌کوونکي وو.

سرچینه زیاتوي چې د یادو پېښو کره لامل تر اوسه څرګند نه‌ دی، خو دولتي رسنیو د یوې کښتۍ چپه کېدو لامل ناسمه بارګیري او د شپې مهال حرکت بللي دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.