کابل (پژواک، ۲۲ سنبله ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وايي، په کابل کې د ۱۳ ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ پیل شوې چې موخه یې په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره ورزشکاران موندل دي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن پوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن په کابل کې د ځوانانو د جودو ملي لوبډلې د ۱۳ ولایتونو شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ پیل کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې به ځوانان له ۶۰ کیلوګرامه نیولې تر ۷۳ کیلوګرامه وزنونو کې له یو بل سره سیالي وکړي او دا سیالۍ به دوه ورځې دوام ولري.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو ترسره کولو هدف په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره ورزشکارانو موندل او په هېواد کې د جودو ورزش پرمختګ دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP