لعلم (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): لوګر کې د ا.ا امارت مسوولینو «معلوماتو ته د لاسرسي ارزښت» تر سرلیک لاندې جوړې شوې یوه غونډه کې ویلي چې رسنۍ د اوسني وخت اړتیا ده او ادارې باید له هغو سره پر وخت معلومات شریک کړي.
په دې غونډه کې چې نن د لوګر په مرکز پلعلم کې جوړه شوې وه، د دغه ولایت سیمهییزو چارواکو، رسنیزو فعالانو، خبریالانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي فیضالله جوهري یادې غونډې ته په وینا کې وویل، د پخوا په پرتله معلوماتو ته د رسنیو او خبریالانو لاسرسی اسانه شوی او دوی هڅه کوي په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
دغه راز، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابونونو رئيس رفیعالله صمیم وویل، معلومات د ولس حق دی او باید هره اداره خبریالانو او رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړي.
هغه زیاته کړه، رسنۍ د اوسني وخت اړتیا ده او اسلامي امارت په ټول هېواد کې له رسنیو او خبریالانو پراخ ملاتړ لري.
بلخوا، د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، رسنۍ او خبریالان په اوس وخت کې اغېزناک فعالیت لري او اړتیا ده چې ټولې مسوولې ادارې رسنیو او خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.
د نوموړي په خبره، خبریالان په ټولنه کې د وګړو د سترګو او غږونو په شان فعالیت ترسره کوي او له خبریالانو یې غوښتنه وکړه چې ملت ته د واقعیتونو پر بنسټ اطلاع رسونه وکړي.
د غونډې په پای کې د یو شمېر رسنیو مسوولینو او خبریالانو هم اطلاعاتو ته د لاسرسي د ارزښت په تړاو څرګندونې وکړې او له حکومته یې وغوښتل چې رسنیو او خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP