غزنيښار (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۷۸ ورزشکارانو ترمنځ د مویتای غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ تېره ورځ (وږي ۲۱مه) په دولتي جمنازیوم کې پیل شوې او نن پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ په درېیو کټګوریو (تنکي ځوانان، ځوانان او لویان) کې ترسره شوې چې له پای ته رسېدو وروسته یې اوه کسان له تنکو ځوانانو، اته له ځوانانو او اته له لویانو د دې برخې غوره ټیم ته انتخاب شول.
د نوموړي په وینا، د مویتای ورزشي سیالیو په پای کې د تاج کلپ لومړی، د توحیداباد کلپ دویم او د قهرمانان کلپ درېیم مقامونه ترلاسه کړل چې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.
د مویتای سیالیو لوبغاړو او مینهوالو پژواک ته وویل، د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت ته په کار ده چې په نورو ولسوالیو کې هم ورته سیالۍ جوړې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP