کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې سبا د هېواد په اتو ولایتونو کې د سخت باران ورېدو، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
یاد وزارت نن (شنبه، د وږي ۲۲مه) پر خپله اېکسپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې نن په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدانوردګو، پکتیا او خوست کې د سخت باران ورېدو، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی دی..
سرچینې زیاته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۲۵ مليمترو اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې دغهراز راغلي، د سالنګونو په ګډون په شمالختیځ، شمالي، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بادونو اټکل شوی چې سرعت یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره اټکل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP