Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

ایبک (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چي د دغه ولایت په دره‌صوف پایین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه تېره شپه د دره‌صوف پایین ولسوالۍ د مرکز مربوطاتو کې شوې ده.

د هغه په وینا، یو «فوررنر» موټر چې د دره‌صوف پایین ولسوالۍ له مرکزه د «ګوله» کلي ډبرو سکرو کان پر لور روان و، د ډېر سرعت له امله د چلوونکي له کنټرول وتلی او چپه شوی دی.

رحماني زیاته کړه چې په دې پېښه درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې پولیس د پېښې څېړنې لپاره سیمې ته رسېدلي، ټپیان لومړی د دره‌صوف پایین ۲۰ بستریز روغتون او وروسته د مزارشریف روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.