Language

بلخ کې یو کس د نږدې شپږ کیلوګرامه سرو ‌زرو د غلا په تور نیول شوی

مزارشریف (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): بلخ کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د ۵.۷۳۰ کیلوګرامه سرو زرو د غلا په تور یو کس نیول شوی دی.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ محمدعیسی وثیق د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دغه کس د مزارشریف ښار د لسمې حوزې مربوطاتو کې نیول شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د نیول شوي کس دوسیه به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics