Language

سمنګان کې یوه کس لس جریب ځمکه د یوه روغتون جوړولو لپاره وقف کړه

ايبک (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): سمنګان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت یوه اوسېدونکي لس جریب ځمکه چې څه باندې ۲۰ میلیون افغانۍ ارزښت لري، د یوه ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو لپاره وقف کړې ده.

د سمنګان ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې د ايبک ښار اوسېدونکي حاجي اسرائيل د ولایت مقام له مرستیال ملا داد خدا خادم سره لیدنه کړې او خبر یې ورکړی چې د دغه ولایت په کهنه ايبک سیمه کې یې خپله ۱۰ جریب ځمکه د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو لپاره وقف کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې ځمکې ارزښت څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

ځايي چارواکو د سمنګان د یاد اوسېدونکي له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.

د سمنګان مرستیال والي ملا داد خدا خادم په یاده لیدنه کې د حاجي اسرائیل دغه اقدام ستایلی او هغه یې د دغه ولایت د خلکو روغتیايي ستونزو د حل لپاره اړین ګام ګڼلی دی.

Related Topics