Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن د هند او پاکستان ترمنځ لوبه ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې تېره شپه سریلانکا د بنګله‌دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه او نن د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اورېزې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې روانې دي چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري.

د اسیا جام سیالیو په لړ کې تېره شپه د بنګله‌دېش او سریلانکا لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

په دې لوبه کې بنګله‌دېش لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې ورکړل شوي هدف په ۱۵م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او بنګله‌دېش ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

همدارنګه د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د هند او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د ماښام اووه بجې پیل شي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.