Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې بې‌ځایه شوو ته د سواد زده‌کړو ټولګیو جوړېدل؛ په ژوند کې د مثبت بدلون په لور ګام

شبرغان‌ښار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د بې‌ځایه شوو په یوه کمپ کې د سواد زده‌کړو ټولګي جوړ کړي دي؛ زرمینه چې په دغه کمپ کې د سواد زده‌کړو د یوه ټولګي زده‌کوونکې ده وايي، کلونه یې د لیک‌لوست زده‌ کولو هیله درلوده، اوس خوشاله ده چې د دې هیلې پوره کېدو لپاره زمینه ورته برابره شوې ده.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د جوزجان د پوهنې ریاست د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په «تعلیم‌اباد» کمپ کې د سواد زده‌کړو ټولګي جوړ کړي او د سړیو، ښځو، هلکانو او نجونو په ګډون ۲۲۰ کسانو ته په‌کې د لیک لوست زمینه برابره شوې ده.

یوه زده‌کوونکې: خوشحاله یم چې کولای شم لیک لوست زده کړم

د یوه ټولګي زده‌کوونکې زرمینې پژواک ته وویل چې له کلونو راهیسې یې د لیک لوست زده کولو هیله درلوده، خو جګړې او کډوالۍ ترې دغه فرصت اخیستی و.

هغې چې له خپلو ټولګیوالو سره د یوه ټولګي پر ساده فرش ناسته وه او په لېوالتیا یې کلمې لیکلې، وویل: «کلونه مې هیله درلوده چې لیک لوست زده کړم، خو د ژوند د ستونزو له امله مې دغه فرصت نه درلود؛ اوس خوشحاله یم چې کولای شم لیکل او لوستل زده کړم.»

زرمینه چې کونډه ده، شاوخوا پنځه کاله مخکې د جګړې او ناامنۍ له امله له خپلې کورنۍ سره د فاریاب له دولت‌اباد ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار ته راکډه شوې او اوس همدلته اوسېږي.

په همدې حال کې، د سرپل ولایت اصلي اوسېدونکی ۱۳کلن بلال‌احمد چې شپږ کاله مخکې د جګړې له امله جوزجان ولایت ته راغلی وايي، دا چې پلار یې له لاسه ورکړی و، نو مجبور شو چې کار وکړي، له همدې امله ښوونځي ته له تلو بې‌برخې شو.

بلال چې اوس په یاد کمپ کې د سودا زده‌کړو په یوه ټولګي کې لیک لوست زده کوي وايي: «دلته موږ ته لیکل او لوستل رازده کوي، دیني او انګلیسي مضمونونه هم رازده کوي، ډېر خوشحاله یم چې انګلیسي ژبه زده کوم څو په راتلونکي کې یو ښه کار پیدا کړو.»

یو ښوونکی: زده‌کړې کولای شي په ژوند کې مثبت تغییر راولي

د سواد زده‌کړو د یوه ټولګي ښوونکي سمیع‌الله وویل: «زموږ زده‌کوونکي په مینه درس وايي، ډېرو د لومړي ځل لپاره قلم او کتاب په لاس کې اخیستي. د دوی انګېزه او هڅه دا ښيي چې زده‌کړه کولای شي د ژوند لاره بدله کړي.»

د هغه په خبره، په دغو ټولګیو کې دري، ریاضي، انګلیسي او د دیني علومو مضمونونه تدریسېږي او زده‌کوونکي په لېوالتیا سره درسونو ته راځي.

د پوهنې چارو کارپوه: د زده‌کړو د مرکزونو جوړولو او پراخولو ملاتړ، د هېواد د راتلونکي او سباني نسل ملاتړ دی

جوزجان د ښوونیزو چارو يوه کارپوه حاجي علي‌شېر انتظار پژواک ته وويل چې بې‌ځايه شوو ته د زده‌کړو او مهارتونو زده کولو د دغو مرکزونو جوړېدل يو ښه ګام دی؛ ځکه زده‌کړې د هر انسان بنسټيز حق دی.

هغه زياته کړه: «موږ نن په داسې حالاتو کې ژوند کوو چې اقتصادي، ټولنيزې او فرهنګي ستونزو د ټولنې پر ټولو قشرونو اغېز کړی خو په همدغو سختو حالاتو کې د زده‌کړو او مهارتونو دغه فرصت کولای شي د هیلو او پرمختګ دروازې ورته پرانیزي.»

نوموړي څرګنده کړه: «د تعليمي مرکزونو ملاتړ د هېواد او راتلونکي نسل ملاتړ دی؛ ځکه هر څوک چې وړتیا پیدا کوي، يوازې د خپلو شخصي ستونزو د حل لامل نه ګرځي، بلکې د ټولنې په ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو کې هم يو مثبت لامل ګرځي؛ نو ځکه د زده‌کړو او ظرفیت‌جوړونې برخه کې هر ډول پانګونه پر ثبات، پرمختګ او ملي يووالي پانګونه ده. دا هغه لاره ده چې ټول باید په‌کې خپل خپل مسوولیت ومنو او په جديت ګام واخلو.»

مسوولين: هڅه دا ده چې د سواد زده‌کړو پروګرامونه پراخ شي

د جوزجان د پوهنې رياست د سواد زده‌کړو عمومي مدير محمدرفيق زاهدیار پژواک ته وويل: «موږ د بې‌ځايه شوو لپاره د شبرغان ښار په «تعليم‌اباد کمپ» کې د سواد زده‌کړو ټولګي جوړ کړي چې اوس په‌کې ۲۲۰ کسان چې ښځې، سړي، نجونې او هلکان په‌کې شامل دي او د سواد له نعمته بې‌برخې وو، په زده‌کړو بوخت دي.»

د زاهدیار د معلوماتو له مخې، د دغو ټولګيو له ګډونوالو ۱۶۰ ښځې او ۶۰ نارينه دي.

هغه زياته کړه چې د دغه پروګرام موخه هغو کسانو ته د زده‌کړو زمينه برابرول دي چې د جګړو او بې‌ثباتۍ له امله له خپلو اصلي سيمو بې‌ځايه شوي او د سواد له نعمت بې‌برخې پاتې شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته دري ژبه، رياضيات، ديني او نور مضمونونه تدریسېږي.

نوموړي وويل: «هغه کسان چې له دغه نهه مياشتني پروګرامه فارغېږي، د عمومي زده‌کړو د څلورم ټولګي زده‌کوونکو په کچه به پېژندل کېږي.»

هغه زياته کړه، دا ډول پروګرامونه به دوام ولري او هڅه کېږي چې د مرستندويو بنسټونو په همکارۍ د بې‌ځايه شوو لپاره د زده‌کړو لا ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د یاد ولايت په کچه په ۱۴۹ فعالو سواد زده‌کړو کورسونو کې د ۷۸ ښوونکو له لوري ۳۹۴۷ کسانو ته تدریس کېږي.

ورته مهال، د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس داملا امان‌الله طلحه وايي: «موږ تل هڅه کړې چې مهاجرين له اړينو مرستو او د سواد له نعمته برخمن شي، په راتلونکي کې هم کوښښ کوو چې د راستنېدونکو لپاره د معارف رياست او مرستندويه بنسټونو په همکارۍ د زده‌کړو زيات فرصتونه برابر شي.»

نوموړي زياته کړه، اوس مهال يوازې په تعليم‌اباد کمپ کې محلي ټولګي جوړ شوي خو لازمه ده چې په نورو سيمو کې هم د بې‌ځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د سواد زده‌کړو ټولګي جوړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.