Language

د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې چاودنې ۲۱ کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هسپانیا په پلازمېنه مادرید کې په یوه قهوه‌خونه کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه چاودنه د مادرید ښار په والیکاس ساحه کې پرون په ځایي وخت د ماسپښن درې بجې شوې ده.

راپور کې راغلي، په دې پېښه کې ۲۱ کسان ټپیان شوي چې د درېیو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

سرچينې لیکلي چې د چاودنې لامل نه دی په ډاګه شوی.