کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، پرون ورځ په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې د فلسطین د روغتيايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، له دې ډلې ۴۹ کسانو د غزې په ښار او د مرکزي غزې په الوادي سیمه کې پر هغو ودانیو او ښوونځیو ترسره شوو بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی چې د ملګرو ملتونو له لوري پر پناهځایونو بدل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، له یادو کسانو اووه یې د مرستو ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي دي.
الجزیره لیکي، د اسرائیلو د بریدونو له پیله راهیسې په غزه کې څه باندې ۶۴۸۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او تر ۱۶۴۲۶۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP