Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د «اتحاد شامیر» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۳ وږي ۱۴۰۴): په غزني ښار کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د «اتحاد شامیر» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د ولایتي منتخبې لوبډلې غوراوي په موخه ۴۵ ورځې مخکې د غزني ښار د علي‌لالا په ورزشي سټيډیوم کې پیل شوې وې.

هغه زیاته کړه، په دې سیالیو کې ګډون‌کوونکو لوبډلو په بېلابېلو ګروپونو کې لوبې وکړې.

د نوموړي په خبره، پایلوبه د اتحاد شامیر او پیروزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې اتحاد شامیر لوبډلې ۲-۱ بریا خپله کړه او د یاد لیګ اتله شوه.

مجاهد وویل چې پامیر لوبډله بیا د ډېرو امتیازونو درلودو له مخې د دغه لیګ نایب اتله وپېژندل شوه.

بلال مجاهد څرګنده کړه چې دغه سیالۍ د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د فوټبال منتخبې لوبډلې غوراوي په موخه جوړې شوې وې چې اتحاد شامیر لوبډله به په همدغه کال کې د غزني په استازیتوب د هېواد په کچه لوبې ترسره کړي.

د دې سیالیو د پای مراسمو کې د المپیک عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق وویل، ورزشي اداره چمتو ده څو د خپل توان مطابق په غزني کې د ورزش او بدني روزنې د ودې لپاره همکاري وکړي.

د یادونې ده، تېره ورځ هم په غزني کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د «موی تای» سیالۍ پای ته ورسېدې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.