Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په افغانستان کې د جاپان د سفیر تاکویوشي کورمایا ماموریت پای ته ورسېد

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): په کابل کې د جاپان سفیر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې یې د ماموریت دوره پای ته رسېدلې او وروسته له دې به دغه ماموریت کینیچي ماساموتو پر مخ وړي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د جاپان مخکنی سفیر تاکويوشي کورمايا د بهرنيو چارو له وزير مولوي امیرخان متقي سره د مخه ښې ليدنه وکړه.

تاکويوشي ویلي چې په افغانستان کې يې د ماموريت دوره پای ته رسېدلې ده او د ده پر ځای به ښاغلی کینیچي ماساموتو د جاپان سفیر وي.

خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د خپل ماموريت په دوره کې د افغانستان د مخ پر وده حالاتو اړوند د مثبتو تاثراتو او د سراسري امنيت او ثبات د لاسته‌راوړنو يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې ځيني پاتي موضوعات بايد د مثبت تعامل او ډيالوګ په نتیجه کې حل او فصل شي.

یاد وزارت لیکلي چې متقي د جاپان د سفیر په ښه توګه د ماموريت د سرته رسولو ستاینه وکړه او همدا راز يې د افغانستان او جاپان ترمنځ پر تاريخي او مثبتو اړيکو رڼا واچوله او په تېرو څلورو کلونو کې يې د اسلامي امارت او د سیمې او نړۍ ترمنځ د مثبتو تعاملاتو يادونه وکړه.

متقي له افغانانانو سره د جاپان خواخوږي هم ستایلې او په دې ورستيو کې له زلزله‌ځپلو سره يې له جاپانه د مرستو له امله مننه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.