Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې سږ کال د انګورو حاصلات نږدې ۳۷ زره ټنه شوي

پل‌علم (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ښه شوي او د تېر کال په پرتله په‌کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر محمدرفیع ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل  چې په دغه ولایت کې د انګورو ټول ۱۹۶۸ هکټاره باغونه دي چې سږ کال ترې څه باندې ۳۶۷۰۰ ټنه حاصلات راټول شوي او دا اندازه د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

ابراهیمي د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه د اقلیمي شرایطو ښه‌والی، ډاډمن امنیت، بڼوالو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کېدل او د نوو باغونو جوړېدل یاد کړل.

هغه زیاته کړه، تېر کال په لوګر کې د انګورو له ۱۹۶۷ هکټاره باغونو ۳۲ زره مټریک ټنه حاصلات راټول شوي وو خو سږ کال د دې ادارې په هڅو نوي باغونه هم جوړ شوي دي.

بلخوا، د لوګر د مرکز پل‌علم د پادخواب سیمې یوه بڼوال اکرم خان پژواک ته وویل: «رښتیا هم د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ډېر شوي دي، خو سږ کال د انګورو بیې د پام وړ ټیټې دي.»

نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د لوګر د مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو لپاره په کور دننه او بهر مناسب بازارونه پیدا کړي.

لوګر چې پلازمېنې کابل ته نږدې پروت کرنیز ولایت دی، ډېر اوسېدونکي یې په کرنه، بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.