Language

له افغانستانه په لومړي ځل د غوښې صادرات پیل شول

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې له افغانستانه په لومړي ځل د غوښې د ازمایښتي صادراتو لړۍ پیل شوې ده.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نشراتو رییس مولوي شېرمحمد حاتمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لومړي ځل لپاره له افغانستانه په ازمایښتي ډول د غوښې صادرات پیل شول.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته خصوصي شرکتونه هم کولای شي چې د ټاکل شوو معیارونو پر بنسټ له افغانستانه بهر ته د پسونو او اوزو غوښه صادره کړي.