Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

میمنه (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز میمنه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس‌الدین محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د میمنې – مزار پر لویه لار په «کته کم» سیمه کې یو سراچه او باروړونکی خاور موټر سره لګېدلي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، د پېښې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د میمنې په ولایتي روغتون کې یوه روغتیايي کارکاوونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل، د څلورو سړیو، یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون د شپږو کسانو جسدونه او د درېیو ښځو، دوو ماشومانو او یوه سړي په ګډون شپږ ټپیان دغه روغتون ته ورلېږدول شوي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.