غزنيښار(پژواک، ۲۴ وږي ۱۴۰۴): د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت د دریېو ولسوالیو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ ترسره شوې.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري آژانس ته وویل چې د ګیرو، اندړو او دهیک ولسوالیو د ۱۲ لوبډلو د ۸۸ اسسپرو ترمنځ د ګیرو ولسوالۍ د ښال کلي په ورزشي میدان کې د نیزهوهنې سیالي ترسره شوه.
نوموړي وویل، یاد ټورنمنټ د نیزهوهنې فدراسیون په همکارۍ او د غزني ولایت د بدني روزنې، ورزش او المپیک آمریت په همغږۍ تنظیم شوی و.
ده زیاته کړه، په دغو سیالیو د محمد انور لوبډلې لومړی، د ډاکتر عبدالمتین لوبډلې دویم او د حاجي احمد شاه لوبډله درېیم مقام کړ.
د ده په وینا، د یادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د نېزهوهنې لوبې ته وده ورکول او د سیمې ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرول وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
په ورته وخت کې د نیزهوهنې لوبغاړي په دغه ولایت کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
د نیزه وهنې یوه لوبغاړي محمد انور پژواک ته وویل: «نیزه وهنه په غزني کې یوه پخوانۍ او لرغونې لوبه ده.»
نوموړي وویل: «حکومت دې د نېزهبازانو لپاره امکانات برابر کړي او هم دې د دوی د اسونو ساتلو او روزنې لپاره امکانات په پام کې ونیسي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP